کابل باختر د ثور شلمه :
يو ٤٠٤ ډوله مسافر وړونکي موټر نن دسالنګ په لويه لاره کې له سړک څخه واوښت اوچپه شو.
په دې پيښه کې تراوسه پورې لس تنه وژل شوي دي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي .
دژغورنې کارکوونکي ددغې پيښې دبند پاتې شويو کسانو په ژغورنې بوخت دي . دپروان ولايت دترافيکو دمديريت دڅارنې او تنظيم آمر محمد يونس پرديسي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه موټر دسالنګ ولسوالۍ ته څيرمه په سيند کې وغورځيد .
دژغورنې عمليات په بيړې سره دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ