امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٠
اوولس تنه تروريست طالبان د ملي اردو د هغو چاڼيزو عملياتو له امله چې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول؛ ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن د باختر آژانس ته خبر ورکړ: اوولس تنه تروريست طالبان چې د هلمند، ميدان وردګو، کاپيسا، کونړ، د پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې يې په زياترو نا امنيو او ډار اچوونکو فعاليتونو کې فعال رول درلود؛ د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول، يو شمېر يې ټپيان او يو شمېر نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او پوځي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې: اته تنه نور د هلمند ولايت په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د وظيفوي فعاليتونو په بهيرکې د طالبانو له ډلې سره د اړيکې د لرلو په تور ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته