نړۍ

هند له پاکستان څخه وغوښتل چې د هند يو بندي تبعه آزاد کړي

نوى ډهلي  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
هند له پاکستان څخه وغوښتل چې د هند يوتبعه آزاد کړي.
په پاکستان کې هندي بندي سارابجيت سنګه له هغه وروسته چې د پاکستان د لاهور ښار په يو جيل کې د بنديانو له خوا پرې بريد وشو، اوس په کوما حالت کې دى.
دغه هندي تبعه په ١٩٩٠ کال کې په پاکستان کې د جاسوسى اود څلورو بمي بريدونو په خاطر مجرم وپيژندل شو .
ويل کيږي په دغو بمي بريدونو کې ١٤ تنه ووژل شول.
دپاکستان د جمهور رييس آصف علي زرداري  حکومت د ساراجيت سنګه د اعدام د حکم تطبيق ترنامعلومې مودې پورې ځنډولى دى .
هندي مقامات غواړي چې ساراجيت سنګه د درملنې لپاره هند ته واستول شي.
په دې هندى په جيل کې د بنديانو د تيرې جمعې د بريد انګيزه لا تر اوسه پورې معلومه نه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته