کابل باختر د ليندي اوومه :
دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار نن ديوه ځانمرګي بريد ډګر و .
درارسيدلو خبرونوله مخې،ځانمرګى يرغلګر دبره کي برک ولسوالۍ د مسافرانو دموټر په تمځاى کې دملکي وګړو ترمنځ په خپل بدن کې تړل شوى ماين وچاوه .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باختراژانس ته وويل چې د لومړنيو رپوټونوله مخې په دغه بريد کې درې تنه ملکيان ټپيان شوي دي .
په هغې سيمه کې چې ځانمرګى بريد وشو گرځنډه پلورونکي اومسافران شتون درلود .
جزئيات وروسته خپريږي .
ختم_عطاالله _ اکرم