ټولنه

په لوګر کې له لسګونو بيوزلو کورنيو سره مرسته وشوه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١١
په لوګر ولايت کې له لسګونو بيوزلو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دغو مرستو کې دسون توکې ، شړۍ ، ترپال او دکور يو شمير  لوازم شته چې دنړۍ دخوړو دسازمان او دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ  له خوا برابر شوي دي.
دغه کورنۍ د نا امنۍ او د طبيعي پيښو له امله دخپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي دلوګر ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس انجينير نورمحمد صالحي باختر آژانس ته وويل  :  په دې  دوره کې د لوګر ولايت په  مرکز او څلور ولسواليو کې له يوسلو شپيتو بيوزلو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته  وشوه.
په همدې حال کې بې ځايه شوې کورنۍ  ددغو مرستو هرکلي وکړ او د خوراکي توکو د  برابرولو غوښتنه يې  وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته