امنیت

يو اتياکيلوګرامه چرس په بغلان کشف او ترلاسه شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٩  :
دبغلان ولايت په مربوطاتوکې تېره اوونۍ ٨١ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام د دغه خبر په تائيدولو سره باختر آژانس ته وويل: دغه نشه يي توکي د بغلان ولايت په مربوطاتوکې  په پنځوجلاجلا پيښوکې د دغه ولايت د ملي امنيت له منسوبينو سره په همغږۍ کې کشف او ترلاسه شوي دي .
نظام الدين زياته کړه: د دغې پيښې پنځه تنه عاملين نيول شوي او د هغوى درې ګړندي موټرونه هم کشف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته