نړۍ

دخيبر پښتونخوا په ايالت کې د ځانمرګو بريدونو د سر د زيان شمېر پنځوسو تنو ته ورسيد .

پيښور باخترد زمري  پنځمه :
  دپاړه چناردسيمې په يوګڼ ميشت مارکيټ کې تېر ماښام دځانمرګو بريدونو له امله د سر د زيان شمېر څه ناڅه پنځوسو تنو ته لوړ شوى دى .
دباخترآژانس دخبر له مخې: په موټرسايکل سپرو ځانمرګو يرغلګرو له روژه ماتې مخکې ځانونه دپاړه چنار په بازارکې وچول چې له امله يې پنځوس تنه ووژل شول او څه دپاسه اويا تنه نور تپيان شول .
دچاودنې په وخت کې نږدې څلور سوه تنه دپاړه چنار په بازارکې د اړتيا وړ توکو په پيرودنې بوخت  وو. د پوليوس د يو افسر د څرګندونو له مخې: يوه يرغلګر ځان دبازار په څلور لارې کې وچاوه او څو دقيقې وروسته دويم ځانمرګى يرغلګر ځان ددغه بازارپه يوبل څلور لارې کې وچاوه .
دپيښې ټپيان روغتون ته ليږول شوي دي او ددغه ښار په روغتونونوکې د تيارسى  حالت نافذ دى او د دغې پيښې د څو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
له دغې پيښې او روغتون ته دټپيانو له رسولو وروسته د لوډسپيکرونو له لارې له خلکو څخه وغوښتل شول چې خپله وينه ورکړي.
دپاکستاني طالبانو په تحريک پورې اړوند د انصار المجاهدين دفرعي ډلې يوه ويندوى دټيلفوني اړيکې په ترڅ کې په پاړه جنار کې ددغو دوو بريدونومسووليت په غاړه اخستى دى او ويلي يې دي چې ددغو بريدونو هدف شيعه ګان وو .
ده ويلي دي چې دغه بريدونه يې په سوريه او عراق کې په سنيانو د شيعه ګانو د بريدونو د غچ اخستنې په خاطرکړي دي .
دپاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري دغه بريدونه غندلي دي او په دغو دووبريدونوکې څه دپاسه سلوتنوته دمرګ ژوبلې د اوښتو په نسبت يې دخپل خپګان مراتب څرګند کړى دى.
پاړه جنار ښار د ډيورند له کرښې اخوا دکرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دى چې د دغې سيمې زياتره وګړي شيعه ګان دي .
په دې وروستيو وختوکې په پاکستان کې په شيعه ګانو بريدونو زور اخستي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته