سیاست

افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د همکارۍ او همغږۍ پرلور

-کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه / باختر
نن د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د بهرنیو چارو وزیران په آنلاین ناسته کې د همکاریو او همغږیو په اړه خبرې کوي.
د باختر آژانس مفسر د دغو هېوادونو تر منځ د همکاریو اوهمغږیو ارزښت ته کتنه کړېده او لیکي:
څو ورځې وړاندې د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غني د دغو درېو هېوادونو د انلاین سرمشریزې کوربه و. په هغې سرمشریزه کې د افغانستان، آذربایجان او ترکمنستان مشرانو د سیمې پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او د سیمې پر اقتصادي او ترانسپورتي اتصال یې ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره له آذربایجان او ترکمنستان سره د هر اړخیزو همکاریو پياوړي کول ستر ارزښت لري. ترکمنستان د افغانستان یو ګاونډی دی او داسې ګاونډی دی چې تل یې له موږ سره د ښه ګاوندیتوب اصول پاللي دي. د ترکمنستان یوه ځانګړنه دا ده چې د بشپړې بې طرفۍ سیاست یې غوره کړی دی، د هېچا په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهي او له ټولو سره د دوه  اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي. ترکمنستان د ګازو پرېمانه زېرمې لري او چمتو دی چې خپل ګاز د افغانستان له لارې د آسیا جنوب ته ولېږدوي.
آذربایجان هم له آمریکا، اروپایي ټولنې، ناټو او هم له روسیې سره ښې اړیکې لري او دغو اړیکو آذربایجان ته دا فرصت برابر کړی دی چې هم په آسیا کې ښه نقش ولوبوي اوهم په اروپا کې. آذربایجان هم د تېلو پرېمانه زېرمې لري. د افغانستان او آذربایجان تر منځ اړیکې له څو کلونو راهیسې ډېرې ښه شوې دي او مهمه دا ده چې دا دواړه هېوادونه په خپل منځ کې د اړیکو د لا پراختیا او غوړېدا لپاره غوڅه اراده لري.
اوس مهمه دا ده چې دا درې هېوادونه د یو لړ مهمو مسالو په اړه ګډ دریځ غوره کړي. څه چې د افغان سولې په بهیر پورې اړه لري، نو په دې برخه کې د آذربایجان او ترکمنستان دریځ ښه روښانه دی. دوی په افغانستان کې د سولې بهیر ملاتړکوي، د تاوتریخوالي کمول غواړي، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل ملاتړ کوي. په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې هم د دغو هېوادونو دریځونه تر ډېره سره نږدې او شریک دي. ترکمنستان له افغانستان سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو سربېره، په ټاپي ستره سیمه ییزه پروژه کې شریک دي. ټاپي په سیمه کې د انرژۍ د لېږد ستره پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. همدارنګه آذربایجان او ترکمنستان دواړه د لاجوردو دهلیز طرحه کې شامل دي. د دغه دهلیز له لارې به سوداګریز توکي اروپایي بازارونو ته رسول کېږي. دا هم د سیمې او ان دوو لویو وچو د سوداګریز، ترانسپورتي او اقتصادي اتصال یوه ستره پروژه ده.
درې واړه هېوادونه په نورو ګڼو برخو کې هم د دوه اړخیزو او هم د درې اړخیزو اوهمدارنګه څواړخیزو سوداګریزو او نورو اقتصادي همکاریو د رامنځ ته کولو، پراخولو او پیاوړي کولو وړتیا او ظرفیت لري. له دغه ظرفیته د ګټې اخیستو لپاره د درې واړو هېوادونو د مشرانو سیاسي اراده غښتلې ده او نننۍ انلاین غونډه د دغه راز ارادې ښکارندویي کوي.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته