ټولنه

د ځوانانو د ټولنيزو ستونزو د حل کولو په مقصد نن په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه

کابلباختردجوزا٢٩
د ځوانانو د وزګارتيا او دغيرقانوني مهاجرتونو دستونزو دڅيړنې ترعنوان لا ندې د افغانستان دځوانانو د ملي او ټولنيزې موسسې له خوا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو د معينيت په همکارۍ يوه غونډه جوړه شوه.
دباختر آژانس دخبر له مخې: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو معين تيمورشاه اسحق زي، بيوزلي او وزګارتيا د غيرقانو ني مهاجرتونو عوامل وبلل او زياته يې کړه چې زموږ په هيوادکې ځوانان زيانمنوونکى قشر دى او هغو ته دغيرقانوني مهاجرتونو دعواقبو په زيانونو دپوهولو په برخه کې کمه پاملرنه شوې ده.
ده د دغې غونډې له برخه والو ځوانانو څخه وغوښتل چې خپلې نظريې له يو بل سره شريکې کړي او په پاى کې د يو دقيق ميکانيزم په باب چې و کولاى شي په افغانستان کې دغه جدي ټولنيزه ستونزه حل کړي؛ جوړکړي
ده وويل: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو معينيت حلې ځلې کوي چې د يو داسې عملي ميکانيزم په جوړولوکې چې وکولاى شي د ځوانانو ستونزې چې د وزګارتيا زيږنده دى او د يو شمير ځوانانو دغيرقانوني مهاجرتونو سبب شوي دي؛ له ځوانانو سره همکاري وکړي.
د افغانستان دځوانانو د ملي اوټولنيزې موسسې رييس آرش بارک په دې غونډه کې وويل: دغه موسسه هلې ځلې کوي چې په هيوادکې دځوانانو د ستونزو جرړې پيدا کړي او د له منځه وړلو لپاره يې پروګرام جوړکړي.
وزګارتيا، بيوزلي، نشه يي توکي او په پاى کې غيرقانوني مهاجرتونه هغه پديدې دي چې افغان ځوانان ځوروي.
موږ دغه غونډه جوړه کړه چې د هيواد د يوشمېرځوانانو نظر او وړانديز له ځان سره ولر. ددغه شان ستونزو عوامل راټول او حکومتي مسوولينو ته يې وړاندې کړو .
وروسته يوه کميټه جوړه شوه چې د برخه والو نظريې راټولې کړي او د يو عملي ميکانيزم د جوړولو لپاره يوه لاره وړاندې کړي چې وکولاى شي د غيرقانوني مهاجرتونو او د وزګارتيا د پراختيا مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته