امنیت

په کندهار کې ددريو تنووسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٧ :

درې تنه وسله وال طالبان په کندهار ولايت کې  دناټو له ځواکونو سره دنښتې په بهيرکې ووژل شول.

دغه نښته پرون دناټو دپلټنې په بهيرکې رامنځته شوه  .

درارسيدلو خبرونو له مخې دناټو  ځواکونو دغو دريو تنو طالبانو ته چې په يو موټرکې سپاره وو ددريدو امر وکړ خوطالبانو دنښتې په بهيرکې په هغوى ډزې کړي دي.

ناټو دباختر اطلاعاتي اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره دغه پيښه تائيدکړې ده  او ويلي يي دي چې ددغې  نښتې په بهيرکې دغه دري تنه طالبان ووژل شول او ددوى په موټرکې يوه اندازه  جنګي وسايل او چاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې په دې نښته کې دناټو دځواکونو اودملکي وګړو دسردزيان په اړوند څه نه دى ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته