سیاست

تبصره

کابل باختر دتلي اوولسمه :

دافغانستان په پاب دبروکسل  نړيواله غونډه او له دغه هېواد سره ددايمي مرستو په باب دنړيوالې ټولنې ټينګار ، د ديپلوماسي په ډګر کې دملي وحدت دحکومت دمشرانو د برياليتوب څرګندوى دى .
دباختراژانس مفسر ليکي :
دبلجيم دبروکسل  ښار دروان کال دتلې دمياشتې په ١٣ او ١٤ ورځو  له افغانستان سره دمرستو ددوام دڅرنګوالي په باب ديوې سترې  نړيوالې غونډې ډګر و .
په دې غونډه کې دملي وحدت دحکومت مشرانو او دنړۍ داويا هېوادونو او د ديرشو معتبرو نړيوالو موسسو استازو ګډون کړى و او تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې يې له افغانستان سره دمرستو ددوام څرنګوالى وڅيړه .
دبروکسل کنفراسن په داسې حال کې جوړ شو چې يوشمير هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له افغانستان سره دخپلو مرستو دوام  له اداري فساد سره دمبارزې ، دثبات او امنيت داعاده کولو ،  ښې حکومتوالۍ او دبشر دحقوقو دحالت دښه والي په کار کې دافغانستان ددولت په هدفمندې مبارزې پورې اړونده وباله دغه راز  ددغه کنفرانس  جوړول دهېواد په سياسي  پوځي ډګر کې له انکشافاتو سره هم يوځاى و .
دګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي  چې کلونه کلونه دوسله والو مخالفينو په ليکه کې و، دسولې له بهير سره يوځاى شو خو طالبان په دې موخه چې ځان يو اغيزمنتوب  معرفي کړي  دبروکسل کنفرانس دجوړولو په درشل او وخت کې جدي تحرکات لرل .
دافغانستان ددولت په پته دځينو هېوادونو له خوا دشرطونو وړاندې کولو او په هېواد کې دجګړو پراختيا يوشمير کسان دې ته اړ ايستلي و چې دبروکسل  کنفرانس په نسبت دومره باور او اعتماد ونه کړي خو دافغانستان دولت  په يوه فعاله ديپلوماسي  کې وکولى شول چې دافغانستان او دهغه دسياسي راتلونکي په نسبت دبرخه والو نظر بدل کړي او هغوى ديوه څرګند  او عادلانه نظر په لور راوکاږي  .
په پاى کې دبروکسل کنفرانس په مشخصو ژمنو سره خپل کارپاى ته  ورساوه. برخه والو ژمنه وکړه چې له افغانستان سره خپله هکاري زياته کړي چې دغه هېواد دبدلون دلسيزې  په بهير کې چې له ٢٠١٥ ميلادي کال کې څخه تر ٢٠٢٤ ميلادي کال پورې دوام کوي په خپلو پښو دريدو ته ورسيږي او هغه مرستې چې دبدلون دلسيزې  په بهير کې له دغه هېواد سره  به وشي دغه هېواد به په دې بريالى کړي چې خپل سياسي ټولنيز او اقتصادي حالت ښه کړي چې دايمي سولې ته ورسيږي .
برخه وال ومنله چې دافغانستان دحکومت مشرانو يوه حساب ورکوونکي او پياوړي هېوادته په رسيدوکې خپل هېواد په ښه توګه مديريت کړى دى او داوسنيو ستونزو دلرې کولو او دبرياليتوبونو دساتنې لپاره ، دې ته اړتيا ده چې زيات کارونه ترسره  شي او نړيواله ټولنه په دريو برخو کې چې دسولې  ديوه چوکاټ  جوړول ، ملي پراختيا او ددوه اړخيز حساب ورکولو له لارې  په خپلو پښو  دريدل دي .  مرسته وکړي او په انتخاباتي نظام کې په اصلاحاتو ټينګار وکړي .
دافغان سياسي کارپوهانو په باور  ددې هېواد په يوه فعاله  ديپلوماسۍ کې  په دې بريالى شوى دى چې دنړيوالې ټولنې پاملرنه افغانستان ته واړوي او له افغانستان سره دمرستو ددوام په باب دبروکسل دکنفرانس دبرخه والو ژمنه په دې ديپلوماسۍ کې دافغانستان دبرياليتوب بيلګه ده .
دافغانستان دولتي چارواکو په بروکسل کنفرانس کې وښودله چې دهېواد دراتلونکي  لپاره بشپړ يو والى او ګډ نظر لري دفکر نيکمرغۍ کوچنۍ دي چې په هيڅ صورت ملي ګټو ته زيان نه شي اړولى .
  دنظام مسوولين په ښه توګه په دې پوهيږي چې دنړيوالې  ټولنې له مرستو څخه څه ډول دخلکو په ګټه او دنظام دټينګښت په لاره کې څه ډول ګټه واخلي هغه څه چې په بروکسل کې  يې ژمنه  وشوه افغانانو ته  ديو ښه راتلونکي  زيرى ورکوي .
افغان دولتي چارواکو له تيرو وختونو څخه زياتې تجربې زده کړې دي  ، دوى به دنړيوالې ټولنې   دمرستو په چوکاټ کې وکولاى شي  دښې حکومتوالۍ تګلوري غوره کړي په مافيايي اقتصاد او دنشه يي توکو له قاچاقو سره چې دتروريزم  اصلي تمويلوونکي  دي او په هېواد کې له لړځينده سياسي حالت سره مقابله وکړي  او داسې کار به ترسره کړي چې دهېواد اقتدار او وياړ زيات کړي  .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته