کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
د جوزجان ولايت د کرنې اوبو لګولو رياست پر۳۰۰ تنو بزګرانو د سويابينو تخمونه وويشل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د سويابينو دغه تخمونه د قرقين، خانقا او فيض آباد د ولسواليو او د شبرغان ښار پر ۳۰۰ تنو بزګرانو وويشل شول.
خبرځای وويل: پر هر بزګر د سويابينو ۱۲ کيلوګرامه تخم او ۳۰ کيلوګرامه يوريا سره د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا وويشل شوه.
د جوزجان ولايت د کرني او اوبو لګولو رييس وويل چې دغه اقدام د سويابينو کرکيلې ته د بزګرانو د هڅونې او د کوکنارو د له منځه وړلو په خاطر ترسره شوى دى.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ