کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې عادلې راز نن په کابل کې د اسپانيا د شاهي هېواد له سفير سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې داسپانيا د شاهي هېواد سفير په برياليتوب سره په کابل کې د ښځو د ځواکمن کولو د نړيوال سمپوزيم د جوړيدو او دافغانستان د اوس او راتلوونکي لپاره د افغانستان دښځو د ځواکمن کولو په لاره کې د کار اوفعاليت يادونه وکړه او هيله يې و کړه چې په دې لاره کې بل سمپوزيم د هېواد په يوه ولايت کې جوړ شي.
په کابل داسپانيا سفير دغه راز دافغانستان او اسپانيا ترمنځ د دوستانه او تاريخي اړيکو په باب خبرې وکړې او د ښځو دځواکمن کولو، دبشرد حقوقو او د نورو مواردو په برخه کې يې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د خپل هېواد تيارى اعلام کړ.
وروسته دبهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې په بېلابېلو برخوپه تيره بيا په څوارلسو کلونو کې دهېواد په امنيت اوثبات دتامينولو په لاره کې داسپانيا د شاهي هېواد دهمکاريو له امله دمنني په ترڅ کې، د فرهنګي مسئلو، ګرځندوى او دښځو د ځواکمن کولو په باب کار د افغانستان داسلامي جمهوريت مهم لومړيتوبونه وبلل او په دغو برخوکې د اسپانيا کافي تجربوته په پاملرنې سره له افغانستان سره په دغو مواردوکې ددغه هېواد همکاري مهمه او ارزښتناکه وبلله او په دغو برخوکې يې د مادريد د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت معينې دهېواد دملي پوليسو ، ملي اردو او دملي امنيت ځواکونو ته دلنډمهالو بورسونو ورکول او د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکو ته د تحصيلي بورسونو ورکول افغانستان ته مهم وبلل او په ٢٠١٨ _ ٢٠٢٠ دوره کې يې دملګروملتو دسازمان دبشردحقوقو په شوراکې دغړيتوب لپاره دافغانستان له نوماندۍ سره داسپانيا د ملاتړ غوښتنه وکړه.
0 1 دقیقه لوستل