سیاست

د جمهور رييس ويندوى: ځينې سياسي کارپوهان له درندو وسلو څخه د استفادې د څرنګوالي په اړوند د جمهور رييس له حکم څخه تحريف شوى برداشت لري

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د جمهور رييس ويندوى د ځواکونو د جنګي شخړو او د تصفيوي عملياتو په بهير کې له درندو وسلوڅخه د استفادې د څرنګوالي په باب د هيواد د جمهور رييس د حکم په اړوند د ځينو سياسي او نظامي کارپوهانوتعبير يو تحريف شوي تعبير وباله.
دباختر آژانس دخبرله مخې: په دې وروستيو وختوکې يو شمېر سياسي او نظامي کارپوهان په رسنيوکې د خبرو په وخت کې په جمهور رييس تورلګوي چې ګنې په صادرولو سره يې په چاڼيزو او يا په تدافعي عملياتوکې له درندو وسلو څخه استفاده منع اعلام کړې ده او دې کار د ملي اردو او دملي پوليسو ځواکونو ته ستونزې پيدا کړې دي؛ سربېره پردې چې د وسله والو مخالفينو د زړه وړتيا سبب شوې دى د امنيتي ځواکونو او د ملکي وګړو د سر د زيان د زياتوالي سبب هم شوې دي.
خو د جمهور رييس ويندوى ايمل فيضي وايي چې دغه کارپوهان د جمهور رييس له حکم څخه تحريف شوى برداشت لري.
ده د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ځينې کارپوهان د جمهور ريس له دغه حکم څخه ناسم برداشت لري او په تحريف شوي ډول يې خلکو ته وړاندې کوي.
په داسې حال کې چې جمهور رييس د حکم په صادرولو سره امنيتي ځواکونو ته لارښونه کړې ده چې د جګړې په بهيرکې بايد د استوګنې په سيمو او په هغو لارو چې د استوګنې ساحو ته غځيدلې دي؛ د درندو وسلو ډزې ونه کړي، دحکم دصادريدو هدف د ملکي وګړو د سر د زيان مخنيوي دى.
د جمهور رييس په حکم کې ويل شوي دي او د دفاعي عملياتو د اجراکولو په وخت کې د ملکي وګړو د سر د زيان  دمخنيوي په مقصد د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې د افغانستان د اساسي قانون د درې ويشتمې مادې د رعايتولو او د بشرحقوقوته په درناوي سره د ساحې حالت د عملياتو له پيل کيدو څخه مخکې په هر اړخيزه توګه وڅيړي او په سيمه کې له نورو ميشتو امنيتي ځواکونو سره په تفاهم او ګډو هلوځلو کې د غير مسوولو وسله والو کسانو او د مخالفينو د شتون په باب په ترلاسه شويو اطلاعاتو سره چې په کليو او بانډوکې د سيمې له اوسيدونکو سره په ګډ چاپيريال کې ژوند کوي؛ دکشفي او اوپراتيفي منابعو له لارې کنترول او له ملکي وګړو څخه د هغوى د تفکيک او پيژندنې په لاره کې لازم دقت وکړي او د هيواد په مرکز او ولايتونوکې دې خپلو اړوندو قدموته مشخصې لارښونې وکړي چې د عملياتو په بهيرکې دې د استوګنې په سيمو او د خلکو د تګ راتګ په لارو کې د درندو وسلو د ډزو مخه ونيسي او د بې ځايه ډزو او د استوګنې په سيمو او هغو ته غځيدلو لارو د درندو وسلو په بندولو سره په سيموکې د ژوندانه د ډاډمنې فضا زمينه برابره کړي او دغه اصل دې تل رعايت کړي .
د جمهور رييس ويندوى له هغوکسانو څخه چې د جمهور رييس د دغه حکم په اړوند نظر څرګندوي؛ وغوښتل چې په لومړى ګام کې دې ځان د دغه حکم له محتوا سره بلد کړي او وروسته دې په دې اړوند نظر څرګندکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته