ټولنه

په ننګرهار کې له غاصبينو څخه دسلګونوجريبه دولتي ځمکې بيرته نيول کيدل

-کابل باختر د لړم ٢٤
په سلګونو جريبه دولتي  ځمکې په ننګرهار ولايت کې له غاصبينو  څخه  بيرته واخستل شوه .
دغه ځمکې له زيات وخت څخه دکوز کونړ په ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو غاضبانو دډلې له خوا غصب شوې وې .
دننګرهار ولايت دکوز کونړولسوال عاشق الله سادات باختراژانس ته وويل چې دوى دامنيتي  منسوبانو په همکارى په سلګونو جريبه  دولتي ځمکې له غاصبانوڅخه بيرته ونيولې .
درارسيدلو رپوټونو له مخې ، امنيتي مامورانو هغه ټول تاسيسات  چې غاصبينو په دغوځمکو کې جوړکړي و ، ويجاړ کړل
  څه  ناڅه يو مياشت  مخکې هم دکوز کونړ په ولسوالۍ کې دکرنې اوبو لګولواو مالدارى وزارت پورې اړوند اووه سوه جريبه ځمکه له سيمه ئيزو زورواکو  څخه بيرته واخستل شوه.
  پوليسو ددغو جايدادونو دغصبولو په تور اووه تنه نيولي دي .
  ختم+_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته