سیاست

ملي شورا د هېواد د ملي هويت څرګندويه ده، هغه له شخصي اختلافونو سره مخامخه نه کړئ

کابل/ باختر/ د لړم دمياشتې ٨ مه :
د هېواد ملي شورا د افغانستان د اقتدار، عزت او هويت او د خلکو د ارادې څرګندويه او د حکومت د تحرک ماشين دى او بايد د سليقوي اختلافونو او د شخصي ستونزو قرباني نه شي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له دننه څخه د انديښنې وړ خبرونه د دې څرګندوى دي چې په وروستيو ورځوکې د وکيلانو او سناتورانو ترمنځ اختلافونو د ملت په کورکې کړکيچن او دردونکى حالت پيدا کړى دى چې په هيڅ صورت زموږ د ملي او خلکو په ګټه نه دي.
ستونزه په دې کې ده چې د ملي شورا داخلي اختلافونونه نه يوازې د ملي شورا په کار او پروګرمونو بلکې د حکومت په کار او د خلکو په ژوندانه باندې هم اغيزه کړې ده او دا په داسې حال کې ده چې هېواد په خپله هم په اقتصادي برخه کې او هم په امنيتي او سياسي برخوکې په نازک او لړزنده حالت کې دى او که چيرې د هېواد په ولسي جرګه او يا هم په مشرانو جرګه کې اوسى حالت دوام ومومي، له شک پرته به، نظام ته زيات زيانونه متوجه وي .
د هېواد د سياسي کارپوهانو په باور: په ملي شورا کې ټاکلې کړۍ په دې لټه کې دي چې د دولت د دغې برخې کاري بهير ګډوډ او يايې سبوتاژ کړي.
په داسې حال کې چې ملي شورا د هېواد د اقتدار، عزت او هويت څرګندويه او د حکومت د تحرک ماشين دى او بايد په شخصي او سليقوي  غوښتنو سره د دولت د يوه رکن کار له ډپ سره مخامخ نه شي، د هغو ناوړو پيښو په کيډه کې چې نن د هېواد پارلمان ورسره مخامخ دى، يو زيات شمېر سندونه، قوانين او مقررې چې بايد ورباندې خبرې وشي او تصويب شي، ځنډيدلې دي .
د نوماند وزيرانو د معرفي بهير او ځينې نور پروګرامونه ګډوډ شوي دي،  ضروري ده چې د مجلس غړي مسوولانه او ملي فکر وکړي او د ملت کور له اوسني حالت څخه وباسي، که نه د اوسني ناوړه حالت په شتون او په نورو تيرو ناخوالوکې چې د مجلس د يوشمېر استازو د ناوړو استفادو او زور زياتيو څرګندوى دي؛ سخته ده چې د ولسي جرګې په نسبت د ملت د کور په توګه باور وکړو .
د هېواد جمهور رييس ته د خلکو، سياستوالو او د مدني ټولنې د فعالانو مشوره دا ده چې د يوه واکمن هيئت په موظف کولو سره دې شته تورونه وڅيړي  او د پارلماني مصوونيت د اړتيا په صورت کې دې د ماجرا غوښتوونکوڅيرو صلاحيت سلب کړي او د هېواد په پارلمان کې دې د اوسنيو ستونزو د دايمي حل لپاره دې لارې چارې وسنجوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته