ټولنه

«وَالصُّلْحُ خَيرٌ» النساء / ۱۲۸

کابلباختر د غويي د مياشتې ١٨
  په دیني نصوصو کې پر سوله زیات ټینګار شوی دی او سوله یې غوره لاره بللې ده، که له هرڅه مخکې د سترذات ستر کلام ته مراجعه وکړو، دا به را ته جوته شي چې، سوله د سترذات په کلام کې څومره اهمیت لري.
خپله د (اسلام) په کلمه کې د سولې مانا نغښتې ده. د اسلام کلمه له سِلم څخه اخیستل شوې ده او سِلم د امن او سولې مانا رانغاړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې د مسلمان تعریف داسې شوی دی : (المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده) مسلمان هغه چاته ویل کیږي چې، نور خلک یې له ژبې او لاس څخه په امن وي.
اسلام ټول مسلمانان یو د بل ورونه بللي دي او تر خپل منځ یې د غوره رویې امر ورته کړی دی، که کله هم د ورڼو تر منځ اړیکې ترینګلې کیږي او خبره شخړو ته رسیږي، بیا یې هم یو د بل د وژلو او ځورولو امر ورته نه دی کړی، بلکې د خپلمنځې سولې توصیه یې ورته کړې ده.
الله تعالی فرمایلي دي: «وَإِنطَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا» ۹/ الحجرات.
که دمسلمانانو دوه ډلې په جګړه کې ښکېلې شي، نوتاسودهغوی ترمنځ سوله وکړئ.
په قرانکریم کې د سولې لفظ چې عربي مرادف یې (صلح) ده، په بیلابیلو بڼو ۱۶۹ ځلې تکرار شوی دی چې، دا د سولې پر اهمیت او ارزښت یو غوره او ښکاره دلیل دی، ځکه دا یو تصادف نه دی، بلکې هیڅ ممکنه نه ده چې نعوذ باالله د ستر ذات په ستر کتاب کې دې چارې ګډې وډې وي، دا کتاب هغه حق دی چې هیڅ باطل پکې نشته، هره کلمه او هر توری یې په اندازه او د هدف له مخې نازل شوی دی.
په همدې لنډه احصایه به بسنه وکړو، په قرانکریم کې د سولې اړوند موارد په لیکنه څه چې، په یوه کتاب کې هم نه ځاییږي، ځکه اسلام د سولې او له انسانیت سره د تعامل دین دی او هره برخه یې سوله ده.
مولانا وحید الدین خان وایې: «حقیقت دا دی چې، امن په اسلام کې د عمومیت (rule) حیثیت لري او د جنګ حیثیت یواځې تر استثناء (exception) پورې محدود دی. د اسلام ټولې لارښوونې او د پیغمبر(ص) عملي ژوند د دې خبرې پوره تایید کوي» ص، ۲۵/ اسلام سوله که جګړه؟
له ابوذر عفاري رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: ای خلکو زه تاسې ته هغه څه ونه ښيم چې له روژې،لمانځه اوصدقې څخه زيات  ثواب لري؟ هغوی وويل: را ویې ښيه، هغه مبارک وفرمايل چې، د شخړې پر مهال سوله کول.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپیڅلی ژوند د سوله ییزې پالیسۍ بیلګه ده، خپل امت ته یې د سوله ییز ژوند داسې تګلاره پرې ایښې ده چې، نمونې یې د بشریت په تاریخ کې بې سارې دى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: «لاتدخلون الجنة حتى تؤمنوا،ولاتؤمنواحتى تحابوا» جنت ته به هغه وخت داخلیږئ چې، ایمان راوړئ او کامل مومنان به هغه وخت ګڼل کیږئ چې، له یو بل سره مینه وکړئ.
مینه، محبت، ورولولي، نرمښت، مهرباني، زړه سوی او پيروزینه، له يوې خوا نبوي غوره اخلاق او له بله پلوه هغه شاخصونه دي چې له امله یې سوله ییز چاپیریال رامنځ ته کیږي.
سوله او سوله ییز چاپیریال د یوه ډاډمن امنیت تضمین کوي چې، غوره پایله یې د هر ډول بشري پرمختګ لپاره لاره اوارول او د انساني ټولنو وده او ارتقاء ده.
له همدې امله، سوله یو ستر اسلامي فرهنګ دی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو سوله ییزو بهیرونو، په ځانګړي ډول د حزب اسلامي افغانستان د سولې د بهیر نه یواځې بشپړ ملاتړ کوي، بلکې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ټولو مخالفینو لپاره یې غوره تګلاره بولي.پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته