کابلباختردسلواغې دمياشتې٢نيټه :
د وسله والوطالبانو اوداعش ډلې پورې اړوند څوارلس تنه ډاراچوونکي په ننګرهار ولايت کې په نويو جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو ډاراچوونکو تيره شپه د مومند درې ، هسکې مينې او خوږياڼيو ولسواليو په مربوطاتو کې دپوځيانو له خوا بريدونه وشول. دننګرهارد والي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دغو جګړو کې دوسله والو طالبانو او داعش ډلې څوارلس تنه غړي ووژل شول. ده وويل ؛ په دغو وسله والو ډاراچوونکو د پوځيانو له خوا هغه وخت بريدونه وشول چې په يو لړډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو . پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ