سیاست

د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس معرفي شو

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٥مه
د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس احمد جاوید مجددي پرون مازدیګر معرفي او په کار يې پيل وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
احمد جاوید مجددي چې د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس په منظورۍ، د دغه وزارت د تشریفاتو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین او سرپرست حکمت خلیل کرزي له خوا، په داسې حال کې چې د دغه وزارت د ادارې او منابعو معین ډاکټر نصیراحمد اندیشه، د اقتصادی همکاریو معینې عادله راز او د وزارت د بېلابېلو څانګو مشران حاضر وو، معرفي او په کاريې پیل وکړ.#
ختم- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته