ټولنه

د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل باختردکب دمياشتې١٥ نيټه :
دافغانستان  خبريالانو د مصوونيت کميټې ديوې غونډې  په ترڅ کې دښځو نړيواله ورځ  ونمانځله او په رسنيو کې يې د ښځو دجنسي ځورونې د مخنيوي پاليسي  هم  بيان  کړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې د ښځې د ورځې د نمانځنې ترڅنګ  په رسنيو کې دښځو د جنسي ځورونې دمخنيوي  دپاليسۍ په باب  چې  دافغانستان د خبريالانو د مصوونيت دکميټې له خوا برابره  شوي ده   خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د  اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت د  خپرونو د  چارو معين       فاضل سانچارکي د ښځو په وړاندې د جنسي ځورونې  د مخنيوي پاليسۍ د اړتياو او ارزښت  په باب معلومات  ورکړل  او  د افغانستان د خبريالانو د مصونيت له کميټې څخه يې د دغې پاليسۍ د جوړولو له امله مننه وکړه.
ده وويل ؛ په ټولو ادارو کې نا امنۍ او د ښځو نه  مصوونيت  روښانه  او  دانديښنې وړ دى  ، په عين وخت کې  کله چې ښځې له کور څخه ترخپلې ادارې پورې ځې  هغوى ته  امنيتي  او تروريستي ګواښونه شتون لري  او د دغو ګواښونو ترڅنګ  يو بل جدي  ګواښ د هغوى  په کاري   چاپيريال کې دى  چې ښځې نه شي کولاى دامنيت او مصوونيت  احساس وکړي.
ده زياده کړه : داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  دښځو د دغه شان ستونزو  د څيړنې په خاطر يوه کميټه  جوړه شوې ده  او  له ښځو څخه   يې و غوښتل ترڅو په خپل منځ کې همغږي  ولري  او کله چې  ځورول کيږي  له خپل ځانه دفاع وکړي.
دخبريالانو  دخونديتوب  کميټې د عدالت  غوښتنې  د برخې مسوول صديق الله توحيدي  هم وينا وکړه او زياته يې کړه  ؛ په رسنيو کې دښځو دجنسي ځورونې  دبندولو پاليسي په کاري چاپيريال کې د خبريالو ښځو د خونديتوب لپاره يوه  جدي اړتيا ده.
ده په رسنيو کې له ټولو ښځو څخه وغوښتل  چې  دتاوتريخوالي او د جنسي ناوړې استفادې په وړاندې دې سره يو شي .
دغه راز  دافغانستان دخبريالانو دمصونيت دکميټې حقوقي سلاکار عين الدين بهادري  وويل ؛ د ښځو دجنسي  ځورونې  دمخنيوي په برخه کې  زيات قوانين شته  له هغه جملې څخه د افغانستان د جزا کود چې  په  ١٣٩٦  کال کې توشيح شوى،خو په دې برخه کې  موږ دې ته اړتيا لرو چې دغه پاليسي په ټولو برخو کې تطبيق شي   ترڅو په تطبيق کيدو سره يې دښځو دجنسي ځورونې مخه ونيول شي.
د ښځو او ماشومانو د حقوقو دتحقيقاتي بنسټ رئيسې زرقا يفتلي  وويل ؛  چې دخلکو لويه ستونزه  دتقنيني اسنادو نه عملي کيدل دي   او د ښځو دپاليسۍ په تطبيق  سره کولاى شو په آرامۍ سره په خپل سالم کاري چاپيريال کې  کار وکړو.
دغه رازيوشمير نورو ويناوالو  د دغه شان پاليسيو  د اړتيا په باب معلومات ورکړل  او دهغو په تطبيق يې  ټينګاروکړ.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته