ټولنه

د کرنې د مسلکي زده کړې د انستيتوت مرکز پرانستل شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
په بلخ ولايت  کې د کرنې د مسلکي زده کړې د انستيتوت مرکز نن  د پوهنې وزارت  د سرپرست آصف ننګ له خوا پرانستل شو او د استفادې وړ و ګرځيد.
دغه مرکز د ٤٠٠ جريبه ځمکې په ساحه کې د آلمان  له مرستو څخه  د اتو مليونو يورو  په لګښت په دوو کلونوکې  بشپړ او نن ګټې   اخيستنې ته وسپارل شو.
دبلخ ولايت د کرنې  د مسلکي ليسې مدير عبدالله  د باخترآ ژانس خبريال ته وويل: په دې مرکزکې همدا اوس څه دپاسه دوه زره تنه ځاييږي چې پخوا  دځاى دنشتوالي په دليل زده کوونکي له زياتو سره ستونزو سره لاس او ګريوان وو او د کرنې په مسلکي ليسه کې يې خپل لوست ته دوام ورکاوه .
د کرنې د مسلکي زده کړې د انستيتوت مرکز زده کوونکي په نهم ټولګي کې جذبوي  او تر څوارلسم ټولګي پورې دکرنې په بېلابېلو برخوکې روزي .
خبرځاى زياته کړه :  تر څو راتلوونکو کلونو پورې به په دغه مرکزکې د زده کوونکو د جذب ظرفيت دوه زره تنو ته ورسيږي .
د پوهنې وزارت سرپرست آصف ننګ د دغه مرکز جوړول په افغانستان په تېره بيا په بلخ ولايت کې د کرنې د برخې د تخصص د ودې لپاره ارزښتناک وباله او ويې ويل : زده کوونکي له دغه مرکز څخه په فراغت سره د کرنې په برخه کې د ډاکتر د مرستيال درجه ترلاسه کوي او هغه زده کوونکي چې لوړې نمرې ترلاسه کړي؛ کولاى شي دوه کاله نور د کرنې په پوهنځي کې خپلو  لوړو زده کړو ته  دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته