_ مزارشريف باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
په بلخ ولايت کې پرون يو سړى د خپلې ميرمنې د غوږونو د پرې کولو په تور ونيول شو .
د بلخ ولايت د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د څارنوالۍ رئيسې فوزيې حميدي باختر آژانس ته وويل: تورن ذبيح الله نوميږي چې څه موده مخکې يې د بلخ ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د خپلې ٢٣ کلنې ميرمنې غوږونه غوڅ کړي و او تښتيدلى و چې کور ته د ستنيدو په وخت کې د امنيتي منسوبينو له خوا ونيول شو او څارنوالۍ ته معرفي شو.
حميدي زياته کړه چې دغه سړې په خپل جرم اعتراف کړى دى او د دې کار علت يې ده ته د ده د ميرمنې نه اطاعت وباله .
10 د یوې دقیقې څخه لږ