کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٣ :
د ميدان وردګو ولايت په يوه جومات کې د چاودنې له امله ١٤ تنه ووژل شول او څه ناڅه ١٧ تنه نور ټپيان شول.
چاودنه نن سهارپه سيدآباد ولسوالۍ کې د وتلي په نامه جومات کې د قومي غونډې پرمهال رامنځته شوه .
د ميدان وردګو ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : په دې چاودنه کې ١٤ تنه ووژل شول او ١٧ تنه نور ټپيان شول چې په وژل شويو او ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.
د ميدان وردګــو ولايت د پوليسو مقامات وايي تراوسه پورې روښانه نه ده چې په دغه جومات کې رامنځته شوې چاودنه د ځاى پرځاى شوي بم زيږنده ده يا دکوم توغندي د لګيدو.
ويل کيږي په دې باب د امنيتي مامورينو څيړنې پيل شوې دي .
دسيمې ځينې اوسيدونکي وايي چې دغه پيښه د ملي اردو دامنيتي ځواکونو له خوا دتوغول شوي هاوان له امله رامنځته شوې ده خو سيمه مقامات دغه ادعا په کلکه ردوي او وايي چې دغه کار دافغانستان دخلکو د دښمنانوکار دى.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
په ميدان وردګـــو ولايت کې د يوه روغتون ډاکتــــران وايي چې د دغې پيښې د څه ناڅه ٧ تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .
0 1 دقیقه لوستل