سیاست

په افغانستان کې د بمونو مور د ډيورنډکرښې اخوا هم زيانونه رامنځته کړي دي

اسلام اباد  باختر دوري ديرشمه :
پاکستاني رسنيو د عيني شاهدانو له خولې اعلام وکړ چې د افغانستان په ختيځ کې د نړۍ د ډير ستر غير اټومي بم چاودنه د ډيورنډکرښې اخوا قبايلي سيمو ته هم  زيانونه رامنځته کړي دي.
  د نړيوالو خبري منابعو د خبرله مخې:
د بمونو د مور په نامه د نړۍ ستر غير اټومي بم چې څه ناڅه لس کيلوګرامه وزن يې درلود، تېره اوونۍ د امريکا له خوا د افغانستان په ننګرهار ولايت کې وغورځول شو چې د کرمې ايجسنۍ د قبايلي سيمې څو کورونو او جوماتونو ته  زيان اړولى دى .
د همدې خبرله مخې:
د ډيورنډ د فرضي کرښې اخوا د قبايلي سيمو يوشمېر اوسيدونکو ويلي دي چې په افغانستان کې د دغه بم د چاودنې په وخت کې د زلزلې په شان سخته لړزه يې  احساسه کړې ده چې له امله يې د استوګنې يوشمېر کورونه ويجاړ شوي او يوشمېر کورونو ته زيان اوښتى دى.
د امريکا مقاماتو اعلام کړى دى چې په ننګرهار ولايت  د بمونو د مور د غورځولو هدف په سيمه کې د داعشي عناصرو د مرکزونو او سمڅو له منځه وړل و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته