ټولنه

د هېواد مشهور تنبور غږوونکى استاد بهاالدين په حق ورسيد

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د هېواد مشهور تنبورغږوونکى استاد بهاالدين پرون د٨٩ کلنی په عمر د هغې ناورغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه، په مزارشريف ښارکې په حق ورسيد . د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: ارواښاد استاد بهاالدين په ١٣٠٨ کال کې په کاپيسا ولايت کې وزيږيد او په اته کلنی کې د تنبور په غږولو يې لاس پورې کړ او وروسته کابل ته راغى او د خرابات په کوڅه کې ميشت شو او د استاد محمد عمر په هڅولو سره راډيو افغانستان ته راغى او د استاد رحيم بخش، استاد خيال، استادهاشم، استاد آرمان، استاد هماهنګ، استاد مددي او د نورو هنرمندانو په سندروکې د ده د تنبور غږ اوريدل کيږي. دى په ١٣٤٣ کال کې له کابل څخه بلخ ولايت ته لاړ. استاد په فرانسې، هالند، آلمان، ډنمارک، هندوستان او په تا جکستان کې د موسيقۍ په جشنونو کې ګډون وکړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د استاد بهاالدين مړينه د هېواد د موسيقۍ په برخه کې يوه ضايعه بولي او د هېواد فرهنګي ټولنې او د ارواښاد کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او د الله (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته