سیاست

دجمهوريت مارکيټ هټيوالو خپلې ستونزې دمشرانوجرګې له لومړي نايب سره طرحه کړې .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دمشرانوجرګې لومړي نايب محمد علم ايزديارنن دکابل ښار د جمهوريت مارکيټ ديوشمير هټيوالو شکايتونه واوريدل .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې ددغه مارکيټ يوه هټيوال وويل له څو کلونو راپديخوا يې دجمهوريت مارکيټ ځمکه د اجارې په ډول  اخستې ده او هټۍ يې پکې جوړې کړي  دي او اوس يوشمير کسانو دملکيت دعوا کړې ده او ددغه مارکيټ د تشولو غوښتنه کوي .
لومړي نايب دهټيوالو دشکايتونوله اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې دغه مسئله به دملي شورا دغړو د دوبنيو رخصتيو له پاى ته رسيدو وروسته له اړوندو مسوولينو سره طرحه کړي .
دغه راز دمشرانوجرګې لومړي نايب دلاجورد ډبرو ديوشمير سوداګرو شکايتونه هم واوريدل .
دغو سوداګرو وويل سره له دې چې دڅلورو شپيتو موټرو لاجورد ډبرو دليږدونې مجوز يې اخستى دى او ګمرکي  محصول يې هم پخوا ورکړى دي خو دماليې وزارت په نامعلومو دلايلو له هيواد څخه بهر ته دهغو د صادرولو اجازه نه ورکوي .  
دسنا مجلس لومړي نايب ژمنه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه موضوع دماليې او دکانونو او پتروليم  دوزارتونو له مسوولينو سره طرحه  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته