سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډې د افغانستان د ملکیتونو د بیې د معلوماتي پروژې، د دولتي ځمکو د معلوماتي بانک د جوړولوطرحې، د اوبو د پنځه کلن پلان او د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې سره دپولي تخنیک پوهنتون او المدینه شرکت د علمي او تخنیکي همکاریود  تفاهم لیکونو په اړه بحث او ارزونه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار او د دې ادارې ځینو نورو مسوولینو د ځمکو او ملکیتونو د لومړنۍ بیې ایښودنې برنامې د موخې او د دې برنامې د تطبیق د متوقع پایلو او په هرات ولایت کې د امتحاني برنامې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
وروسته د عدلیې او ښار جوړولو وزیرانو، د مرکزي احصائیې د ادارې عمومي رئیس احمد جاوید رسولي، د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي او د مالیې وزارت معین خالد پاینده د موضوع په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، مونږ د افغانستان د ملکیتونو د حداقل قېمت ټاکلو ته اړتیا لرو او زمونږ ادارې باید پر تخنیکي مسایلو اجماع ولري. هغه زیاته کړه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره په دې برخه کې کار کوي او نور بنسټونه دې هم خپل معلومات د مرکزي احصایې ادارې سره شریک کړي.
جمهوررئیس غني وویل، دغه برنامه دې لومړی په ښارونو او وروسته په کلیو کې پلې شي او د ځمکو خپلواکې ادارې، ښار جوړولو وزارت، ښاروالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه جوړ ګډ ګروپ دې د بیې اېښودنې په برخه کار وکړي.
محمداشرف غني زیاته کړه، دولتي ادارې باید خپلې شتمنۍ تفکیک کړي او مونږ باید راتلونکي کال کې د غصب ننګونې پایته ورسوو او همداراز د دولتي او صنعتي ځمکو ترمنځ تفکیک رامنځته کړو.
وروسته د ځمکو ادارې یو تن مسوول انجنیر سعدالدین د دولتي ځمکو د معلوماتي بانک د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه د دولتي ملکیتونو د معلوماتي بانک د اړتیا په اړه چې موخه یې په شفاف او موثر ډول د زمینداری د ښو خدمتونو وړاندې کول، د لویوملي زیربنایي پروژو د تطبیق مناسب بستر جوړول، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د هڅونې په موخه د دولت تر استفادې لاندې له دولتي او عامه ملکیتونوڅخه سمه ګټه اخیستنه، د ملي عوایدو لوړول، د کاري زمینې رامنځته کول او د ځمکې ملي پالیسی موثر تطبیق په اړه  معلومات ورکړل.
د ګډووالو له هراړخیزو بحثونو وروسته، جمهوررئیس یاده طرحه تائید کړه وې ویل، د دولتي ځمکو د معلوماتي بانک جوړول زما غوښتنه وه، ځکه حکومت باید په اړه په معلوماتي خلا کې نه وي.
هغه زیاته کړه مونږ د دولتي املاکو په اړه راتلونکو نسلونو ته مسوولیت لرو او د څړځایونو لپاره هم باید روښانه طرحه ولرو.
وروسته د اوبو او انرژۍ وزیر انجنیر علي احمد عثماني غونډې ته د اوبو پنځه کلن پلان مسوده وړاندې کړه.
هغه د یاد پلان د موخې، د اوبو سرچینو د موجوده وضعیت د تحلیل، ستراتیژیکو محورونو، د اوبو پنځه کلن پلان د مالي سرچینو، اړتیاو او اجرایي ترتیباتو په اړه غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
د ګدونوالو له هراړخیزو بحثونو وروسته د هېواد جمهوررئیس وویل، په محل کې د معلوماتو کچه دې د انرژۍ او اوبو وزارت له پالیسیو سره همغږې وي.
هغه زیاته کړه، مونږ باید د اوبو مدیریت په بحث کې خپلې هڅې وکړو او د اوبو دمصرف دڅرنګوالي په اړه اجماع ته ورسېږو.
جمهوررئیس وویل د اوبو مدیریت، په هېواد کې د اوبو د زېرمه کولو سیستم ته اړتیا لري او زمونږ اقتصادي وضعیت باید زمونږ د سیندونو د وضعیت پر بنسټ تنظیم شي او د سیندونو مدیریت دې د اقتصادي حوزو پر مدیریت بدل شي.
د هېواد جمهوررئیس د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې د ظرفیت جوړونې پر طرحه او د هغې پر خنډونو کار وکړي. هغه ټینګار وکړ، د اوبو او انرژۍ په برخه ک باید ې خصوصي ظرفیت لوړ شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په ادارو کې تخنیکي اجماع ته اړتیا ده او سیستمونه باید داسې تنظیم شي چې د پیش بینی وړ وي.
د غونډې په پای کې، د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې سره د پولي تخنیک پوهنتون او المدینه شرکت د علمي او تخنیکي همکاریو تفاهم لیکونه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د یادو بنسټونو د مسوولینو له خوا لاسلیک شي، وارزول شو.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته، د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې سره د پولي تخنیک پوهنتون او د المدینه شرکت د علمي او تخنیکي همکاریو تفاهم لیکونو لاسلیک تائید کړ. همداراز غونډې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې سره د قبالو په اړه د المدینه شرکت تفاهم لیک لومړی پړاو تائید کړ او څرګنده یې کړه چې د هغه نور پړاوونه دې  د اقتصاد عالي شورا تائید کړي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته