نړۍ

په اوکراين کې نن پارلماني انتخابات کيږي .

کيف نړيوالي رسني  باختردلړم دمياشتې ٧ :
دکيف خلک نن ددغه هيواد په پارلماني انتخاباتو کې درايو ورکولو په مقصد درايو صندوقونو ته ځي .
سره له دې  چې  دمالياتو  اوتقاعد دپاليسو اودفساددله منځه وړلو په لاره کې د حکومت دناکامي له امله عمومي نارضايتي دزياتيدو په حال کې ده څيړونکي  تمه کوي  داوکراين د جمهوررييس په مشري واکمن  ګوند په پارلمان کې  خپل اکثريت وساتي .
داوکراين جمهور رييس ددغه هيواد له خلکو غوښتي دي چې دنورو پنځوکلونو لپاره دخپل هيواد دراتلوونکي  دټاکنې لپاره  رايه ورکړي ، ځکه دا ډير مهم او  دهيواد برخليک ټاکوونکي وخت دى .
په همدې حال کې  داوکراين دسياسي مخالفينو مشره يولياتيموشينکو چې په جيل کې ده  له رايه ورکوونکو غوښتي دي چې ديانوکويچ ګوند ته رايه ورنه کړي.
دې  ديانوکويچ دګوند دبريالي کيدو په صورت کې په دغه هيواد کې ديوې ديکتاتوري خبرورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته