سیاست

جنرال پتريوس دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو برياليتوب وستايه

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
په افغانستان کې دايساف دځواکونو پخوانى قوماندان جنرال ديويد پتريوس په دې باور دى  چې  په بريالي توګه دجمهوري رياست اودولاتي شوراګانو انتخابات ښيي  چې په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې شتون ګټور دى اوپه سوله ييزه توګه دواک دليږدونې وخت نږدې شوى دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه  امريکايي جنرال دوالستريت ژورنال په ورځپاڼه کې ديوې تبصرې په ترڅ کې  څرګنده کړې ده   له امنيتي   ګواښونو سره سره  دجمهوري رياست په انتخاباتو کې داوو مليونو تنو افغانانو ګډون  دافغانستان دولت او ددغه هېواد امنيتي ځواکونو ته يو ستر برياليتوب دى.
د٢٠٠٩ ميلادي کال دجمهوري رياست په انتخاباتو کې په ټول هېواد کې پنځه سوه امنيتي پيښې رامنځته شوې وې ، خو داځل دامنيتي پيښو شمير يوسلوپنځوس پيښې وي .
جنرال پتريوس زياتوي  که چيرې انتخابات دويم پړاو ته لاړ شي  له تخينکي او امنيتي ستونزو سره  سره به  په بريالي توګه  ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته