سیاست

په تېرو درې نیمو کلونو کې ټولې قضیې څېړل شوي او یوه هم نه ده پاتې

 کابل باختر د غويي د مياشتې ١٢ مه
د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د سترې محکمې د قضايي دیوانونو د اجرااتو او د محاکمو او قضائیه قوې د۱۳۹۶ کال د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعو او د قضا عالي سیمینار پر راپورونو، د مکروریانو د استوګنې پروژې په اړه د لوی څارنوالۍ او ښارجوړولو وزارت  او د دولتي ارګانونو د غصب شویو جایدادونو په اړه د ځمکو خپلواکې ادارې پر راپورونو بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې غونډې ته د سترې محکمې د پالیسۍ او پلان رئیس د سترې محکمې د قضايي دیوانونو د اجرااتو او د محاکمو او قضائیه قوې د۱۳۹۶ کال د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعو  او د قضا عالي سیمینار راپورونه وړاندې کړل.
هغه د قضا د عالي سیمینار په اړه معلومات ورکړل ويې ویل، د قضایي تجربو شریکول، د قانون د حاکمیت انکشاف، د عدالت ټینګښت، د قضایي نظام د مهمو مسائلو په اړه تصمیم‎ نیونه د دې سیمینار د جوړولو موخه وه.
ده څرګنده کړه، په ۱۳۹۶ کال کې د مرکز او ولایتونو په ابتدایېه محکمو کې ۵۷۳۱۲ مدني جزايي او د عامه حقونو او تجارت قضیو ته، د مرکز او ولایتونو د استیناف د محکمو په دیوانونو کې ۳۰۳۶۰ د مدني جزايي، تجارتي او عامه حقونو قضیو ته او د سترې محکمې په اته‎ګونو دیوانونو کې  ۱۵۸۸۰  قضیې څېړل شوي دي.
قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس وویل، په محاکمو کې د اجرااتو توحید، تجربې، د کمیو پېژندل او هغې ته د حل لارو موندل د دې راپور موخه وه.
هغه زیاته کړه دا راپور خپرېږي چې د محاکمو له کړنو څخه به خلکو ته د څارنې زمینه برابره شي.
قاضي القضات په دې اړه چې ولې د سترې محکمې د عمل برنامه پلې نه شوه وویل، په دې برخه کې زموږ ستونزه د بودجې او د محاکمو د جوړولو لپاره د ځمکې نشتوالى دی.
هغه د قاضیانو امنیتي ستونزې ته په اشارې وویل، د کورنیو چارو وزارت له تروریزم سره د مبارزې ریاست په چوکاټ کې د قاضیانو د ساتنې قطعه اته کاله وړاندې جوړه شوه او د هغې د تشکیل د کوچني والي په خاطر وړاندېز کېږي چې دا قطعه دې د سترې محکمې اړوند شي او یا دې هم په تشکیلاتو د بیا کتنې په اساس د کورنیو چارو وزارت د یوه معینیت  مربوط شي.
جمهور رئیس د سترې محکمې د کړنو او د یاد راپور له وړاندې کولو مننه وکړه ويې ویل، ملي یووالي حکومت ته له پخوا څخه لسګونه زره قضیې په میراث پاتې وې چې په تېرو درې نیمو کلونو کې ټولې قضیې کتل شوي او هیڅ یوه قضیه له رسیده‏ ګۍ پاتې نه ده.
هغه زیاته کړه، په تېر کې سترې محکمې پنځه دیوانونه لرل او نن اتو دیوانونو ته رسیدلي چې یو دیوان یې د ښځو د حقوقي ستونزو د حل په خاطر دی او دا یوه ښه لاسته راوړنه ده.
جمهوررئیس غني وویل، د سترې محکمې قرارونه او مصوبې دې په جزوو کې خپرې شي.
جمهور رئیس د سترې محکمې د وړاندېزونو په اړه د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، د یوې میاشتې په موده کې دې په ولسوالیو کې د محاکمو د جوړولو لپاره د ځمکې ستونزه حل او مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د سترې محکمې د بودجې د ستونزې په برخه کې اقدام وکړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د قاضیانو د ساتنې قطعې ستونزه دې په جدي او عاجله توګه حل کړي.
دغه راز لوی څارنوال فرید حمیدي د مکروریانو د استوګنې پروژې په اړه د لوی څارنوالۍ ادارې او ښارجوړولو وزارت راپور غونډې ته وړاندې کړ.
هغه د یادې پروژې د قرارداد ستونزې یادې او ويې ویل، په تدارکاتي پروسه کې وظیفوي تداخل او په غیر معیاري ډول د قرارداد ترتیبول، د موجه دليلونو پرته د قرارداد نوي کول او د قراردادي شرکت په ګټه د هغې د مادو بدلول، د منعقد شوي قرارداد په اړه د کور جوړولو وزارت په خپلو مکلفیتونو عمل نه کول، د راټولو شویو پیسو ناسم مدیریت، د قرارداد له عقد څخه یوه اوونۍ وړاندې د تطبیق کوونکي شرکت له لورې د فعالیت جواز ترلاسه کول، د پروژې د کار له پیله د ښار جوړولو وزارت او قراردادي شرکت له لورې په خپلو چارو کې ناغیړي او له مواجه دليلونو پرته د قرارداد په تعدیل کې د پروژې د مجموعي لګښت زیاتول یې ستونزې دي.
د غونډې ګډونوالو د یادې موضوع په اړه هراړخیز بحثونه وکړل او جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د لوی څارنوالۍ اداره دې د یادې موضوع په اړه خپلې څېړنې بشپړې او پرېکړه دې وکړي، دغه راز یې له دې ادارې وغوښتل د وزیرانو اړوند قضیو ته دې رسیده‎ ګي وشي.
د غونډې په پای کې د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس د دولتي ارګانونو د غصب شویو جایدادونو په اړه د ځمکو خپلواکې ادارې راپور غونډې ته وړاندې کړ.
هغه وویل، د ځمکو خپلواکې ادارې د کابینې د ۱۳۹۶ کال د تلې د۱۹ نیټې د ۱۱ ګڼې مصوبې د پنځمې مقررې مطابق خپل اجراات کړي چې په مجموعي ډول ۴۱ دولتي ارګانونو خپل راپورونه د ځمکو خپلواکې ادارې ته وړاندې کړي او له هغې ډلې د ۳۴ ادارو اړوند ۳۳۸۷۶۱ جریبه ځمکه او ۱۲۴ بابه ودانۍ غصب شوي دي.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، د وزارتونو ترمنځ دې واضح میکانیزم جوړ شي، ترڅو د هغو ځمکو د حل او فصل په خاطر چې ادارو له یوه بل څخه اخېستي، اداري پرېکړې وشي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د چارو ادارې لوی ریاست او د ځمکو خپلواکه اداره دې دا میکانیزم مخته یوسي او د دې ستونزې د حل په خاطر دې وزارتونو ته یو ضرب الاجل تعین کړي.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته