ټولنه

دهرات دفرسي او ادرسکن لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوالان ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
دهرات  ولايت  دفرسي او ادرسکن لپاره  دطالبانو نومول شوي ولسوالان ووژل شول.
دفرسي  ولسوالۍ لپاره  دطالبانو نومول شوى ولسوال ملا حسن  او دادرسکن ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال ملا رحمت الله پرون ناوخته  دادرسکن ولسوالۍ  د ګاشي په کلي کې  دپوليسو  دعملياتو او کمين په بهير کې  ووژل شول .
  دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  چې د طالبانو  ددغو دوو تنو قوماندانانو په وژل کيدو سره  به  په فرسي او ادرسکن ولسواليو کې امنيتي حالت ښه شي .   په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته