سیاست

تبصره

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
سره له دې چې طالبان په هيواد کې دپوليو واکسين د تطبيق په لاره کې خنډونه جوړوي، ديني عالمان وايي هغه کسان چې دپوليو واکسين پرخلاف تبليغ کوي په ديني حکمونو خبرنه دي .
دباختر آژانس مبصر ليکي:
افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه يوازۍ دوه هيوادونه دي چې دپوليو مثبتې پيښې لري افغانستان په تير عيسوي کال کې دپوليو دشلو مثبتو پيښو ډګرو او په پاکستان هغه هم په قبايلي سيمو کې چې دافغانستان په ګاونډ کې دي ، ددغې ناروغۍ څلور پنځوس مثبتې پيښې ثبتې شوې دي.
په افغانستان او پاکستان کې دپوليو مثبتې پيښې په عمده توګه په هغو سيمو کې ثبتې شوې دي چې په هغو کې طالبان يا نفوذ لري اويا هم هغو رضاکارو ډلو د تګ راتګ خنډ کيږي چې دپوليو واکسين پروګرام تطبيقوي.
ستونزه په دې کې ده چې دالقاعده دشبکې دمشر اسامه بن لادن دوژل کيدو له پيښې وروسته چې څو کاله مخکې دپاکستان په ايبت آباد ساحه کې رامنځته شوه طالبانو دپوليو په نسبت دښمنانه او له کينې ډک نظر پيدا کړ او هغه ته يې سياسي رنګ او بوى ورکړ.
د پوليو واکسين پرخلاف دښمني په دې دليل وه چې امريکايي ځواکونو دپوليو واکسين د تطبيقولو په پلمه ديوه پروګرام په جوړولو سره داسامه بن لادن مشخصات او استوګنځى پيدا کړل او په پاى کې يې هغه وواژه هغه څه چې په دې برخه کې رامنځته شول په يوه استخباراتي پروګرام پورې اړه لري خو نه شو کولاى قصد يې له هغو بيګناه ماشومانو څخه واخلو چې دپوليو له ګواښ سره مخامخ دي او په دغې ناروغۍ اخته دي چې له شک پرته دايمي معلوليت به له ځان سره ولري.
افغاني او پاکستاني طالبان دپوليو واکسين په اصطلاح دکار په خاوندانو پورې اړوند ،بولي او د پوليو واکسين په نسبت متحجر نظر لري دغې ډلې په وار وار دافغانستان په ختيځو او جنوبي برخو ا ود پاکستان په قبايلي سيمو کې يا دپوليو دلمنځه وړلو دپروګرام په رضاکارانو بريدونه کړي دي اويايې دهغوي دکار مخه نيولې ده ، لکه څنګه چې د روان کال دسلواغې دمياشتې په اتلسمه نيټه هغوي درې تنه واکسيناتوران يوازې دپوليو واکسين د تطبيق په جرم دکونړ ولايت په غازي آباد کې ووژل او مخکې له دې يې په هلمند ، قندهار او په نورو ځايونو کې واکسيناتورانو ته مزاحمتونه پيدا کړي وو.
په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې دپوليو دلمنځه وړلو دپروګرام د لارې پرسر ستر خنډ دى ، نړيواله ټولنه غواړي چې نړۍ له دغې وژونکې ناروغۍ څخه وژغوري او دافغانستان او پاکستان دولتونه دنړيوالۍ ټولنې تر فشار لاندې دي.
دافغانستان دولت ژمن دى چې له داسې لارو چارو څخه کار واخلي چې په هيواد کې دپوليو ستونزه پاى ته ورسوي او په دې لاره کې د دولت ډيرنوى اقدام دماشومانو دروغتيا په برخه کې د ديني عالمانو دنړيوال کنفرانس جوړول دي .
چې دحج او اوقافو او دعامې روغتيادوزارتونو په کوربه توب جوړ شو او په هغه کې دګډون لپاره دهيواد له دننه او بهر څخه جيدو عالمانو ته بلنه ورکړ شوې وه .
دمصر د الازهر ټولنه، فقهي نړيواله کميټه او اسلامي پرمختيا بانک هغه معتبر بنستونه دي چې خپل استازي يې دغه کنفرانس ته استولي وو ، ددغه کنفرانس برخه والو ټولو په يوه غږ وويل چې دپوليسو واکسين دماشومانو د ذهني او جسمي سلامتيا لپاره ضروري دى او داسلام دمبين دين لپاره په دې لاره کې هيڅ ممانعت نشته .
دغه راز دوى ټينګار وکړ چې په اسلامي شريعت کې دبدن سلامتيا مهمه ده او اسلام دناروغۍ علاج او درملنه ضروري بولي او بايد دهغو ناروغيو مخه ونه نيول شي چې کولاى شي دماشومانو او دنورو انسانو راتلوونکى له خطر سره مخامخ کړي.
په دې کنفرانس کې دبرخه والو ديني عالمانو خبرې د قرآني آيتونو او دنبوي احاديثو په استناد  وې او داټکى ثابتوي چې اسلام دخير صفا اورحمت دين دى او بايد هغه دخپلو شخصى او ګرويي مقصدونو لپاره حربه او وسيله ونه ګرځو. او دپوليو واکسين دماشومانو دښمني معرفي نه کړو په داسې حال کې چې ددغه واکسين تطبيق ماشومان ديوې وژونکې ناروغۍ په وړاندې محافظت کوي ښه به وي چې طالبان داسلام او داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د ارشاداتو په باب سم درک ولري او په تحجر او دانسانيت پرخلاف په ضديت سره چې لري نوروته دستونزو دبرابرولو سبب نه شي.
دغه ډله بايدبنسټپاله نه وي بلکې دمسلمانانو د بچيانو روغتيا او سلامتيا دې په پام کې ونيسي او داسې عمل ترسره نه کړي چې په هغه کې دانسانانو ژوند او داسلام راتلوونکي نسل له خطر سره مخامخ نه شي له بده مرغه په دې چلند کې هغوى اسلام وسيله ګرځوي ښه به وي چې په وروستي کنفرانس کې له برخه والوعالمانو څخه زده کړي او دخير لاره غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته