ټولنه

په پنجشير کې داستوګنې اوياکورونو له برېښنا څخه برخمن شوې

کابل / دمرغومي ١١مه / باختر :
په پنجشير کې داوبنيز  برېښنا ديوې طرحې دکار په بشپړېدو سره اوياکورنى  له برېښنا څخه برخمن شوې .
دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا وزارت وياند فريدون آژند باختراژانس ته وويل چې داوبنيز برېښنا دتوليد دغه شبکه چې داته کيلوواټه  برېښنا دتوليد ظرفيت لري دپنجشير دابشار ولسوالۍ دمحمد حشم په کلي کې ددغه وزارت دولسي تړون دملي  پروګرام له خوا  جوړه شوې ده .
هغه زياته کړه چې ددغه کاردطرحې  په جوړولو کې يوميليونو دوه سوه  زره افغانۍ لګېدلي دي او اويا کورنى له برېښنا څخه يې ګټه اخستې ده .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته