کابل/باختر/ د وږي٢٤ مه
په غزني کې ٢٩ وسله وال طالبان پرون او تېره شپه ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د غزني ولايت د مقر او واغظ ولسواليو په مربوطاتوکې د کومانډوځواکونو په عملياتو او د ائتلاف د ځواکونو په هوايي بريدکې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په عملياتوکې د دښمن ٢٦ موټرسايکلونه، يو فولډر موټر، دوه زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي له منځه وړل شوي او پنځه کلاشينکوفونه يوه پيکا او يو توغندى ويشتوونکى ترلاسه شوي دي.
ختم- ج – اکرم