امنیت

په ميدان وردګوکې ديرش بورۍ چاوديدونکي توکي ضبط شول

ميدان ښار باختر دچنګاښ اووه ويشتمه :
  ديرش بورۍ چاوديدونکي توکي پرون د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په منګلي ساحه کې ضبط شول .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه توکي د ميدان وردګو ولايت د امنيتي ځواکونو له خوا په منګلي ساحه کې په يوه فلانکوچ موټرکې کشف شوي دي چې ديرش بورۍ امونيم نايتريت، د ماين د چولو ٤٢ ريموټونه ،  د پيکا ٢٥ بکسې ګولۍ، درې سوه متره مزي، دوه سوه ثانيه سوزونکې پټاقۍ او يوه کودان مخابره پکې شته .
د ميدان وردګو والي ځندي ګل  زماني د امنيتي منسوبينو قدرداني وکړه او ويې ويل: امنيتي منسوبين د خاورې د دفاع او د امنيت د تامينولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي او نن موږ د هغوى د يو بل ستر برياليتوب شاهدان يو چې د يو ډير ستر ناتار مخه يې ونيوله.
پوليسو د دغې پيښې په اړوند درې تنه مشکوک کسان نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته