۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو خپلواک کميسيون : درايو پاڼو په سلو کې اته څلويښت اعشاريه اته صندوقونه پلټل شوي دي

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري  غونډه کې وويل :  چې دجمهوري  رياست  ددويم پړاو انتخاباتو درايو پاڼو دپلټنې دبهير له پيل څخه تراوسه پورې    درايو پاڼو  يولس زره يوسلو  درې ديرش صندوقونه پلټل شوي دي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې  خبري غونډه کې  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور  زياته کړه، دغه شمير ښيي چې  دټولو رايو پاڼوله  جملې څخه  په سلو کې  څه دپاسه اته څلويښت صندوقونه بيا پلټل شوي دي.
دنور دڅرګندونوله مخې :  ډيرې زياتې رايې پاڼې پرون پلټل شوي دي  چې نهه سوه  دوه صندوقونه  دانتخاباتي ټيمونو داستازو  او دملي او نړيوالو کتوونکو او دانتخاباتي بنسټونو داستازوله خوا پلټل شوي دي  او  زموږ پرونى فعاليت موږ خپلو هغو پخوانيو  ژمنو ته نږدې کوي چې دانتخاباتو خپلواک  کميسيون ويلي و چې په ورځ کې به نږدې زر صندوقونه وپلټل شي .
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى څرګنده کړه چې درايو پاڼو دشپږ زره خاصو صندوقونو دبيا شميرنې اوپلټنې   بهير او درايو پاڼو دباطلولو بهير له کومې ستونزې پرته په عادي ډول پرمخ ځي .
ده وويل  چې درايو پاڼو دپلټنې دبهير دګړندي کولو لپاره جدي هلې ځلې دوام لري  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته