روغتیا

په فراه کې يوسلو اتيا زره ماشومان واکسين کيږي

کابل باختر دورې دمياشتې  ٤ :
دپوليو د پسرلنۍ  واکسين  دتطبيق لومړى پړاو نن په فراه ولايت کې پيل شو.
په  دې پړاو کې له پنځه کلنى څخه ښکته په څه د پاسه  يوسلو اتيازرو ماشومانو د ګوزڼ  واکسين  په دريو ورځوکې تطبيقيږي .
دفراه ولايت دعامې روغتيا رييس عبدالجبار شايق دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه پروګرام د اووه سوه درې ويشتو دوه کسيزو ټيمونو په واسطه  ددغه ولايت په مرکز او اتو ولسواليوکې دکور په کور په ډول تطبيقيږي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دپوليو واکسين په تطبيق سربيره په شرايطو برابر ماشومانو ته دګيډې دچينجي ټابليټونه هم ورکول کيږي.
ديادونې وړ ده: تراوسه پورې په دغه ولايت کې دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته