کابل باختر د وږي پنځه ويشتمه :
يوه څلور کسيزه ډله طالبان دپوليسو له خوا په تخار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان دکندز ولايت اصلي اوسيدونکي دي چې دجنګي وسايلو د ليږدونې په وخت کې دپوليسو له خوا دتالقانو ښار په ختيځ کې ونيول شول .
دتخار ولايت امنيه قوماندان باختراژانس ته وويل نيول شويو کسانو طالبانو ته جنګي وسايلو دپيرودنې او ليږدونې مسووليت درلود .
نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقات کې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې دوى له زياتې مودې راپديخوا دغه مسووليت په غاړه درلود .