کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
دقندهار – کابل لويه لاره د واورې داورښت او کنگل له امله نن له غرمې وروسته دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
دباختراژانس خبريال خبر راکړ : د کابل – قندهار لويه لاره د واورې دوروستيو اورښتونو او په واټ کې د باروړونکو وسايطو د ښويدوله امله تړ ل شوې ده .
ده زياته کړه: دغه لاره د ارغندى دچوک له ساحې څخه دميدان ښار تر څلور لارې پورې بنده شوې ده . او له دواړو لورو څخه دوسايطو زياتوالى زياتې ستونزې رامنځته کړي دي .
دميدان ښار دترافيکو يومسوول باختراژانس ته وويل: ددغې لويې لارې دپرانستلو په خاطر هلې ځلې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ