امنیت

دامنيتي حالت څيړنه او په هرات کې دثبات دتامينولو لپاره هلې ځلې

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
  دهرات ولايت دامنيتي او دفاعي حالت دڅيړنې په موخه دنظامي شورا غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې امنيتي پرمختګونه او دغه راز په لرې پرتو سيموکې د ډار اچوونکو په وړاندې  دوروستيو محاربوي  عملياتو اغيزمنتوب وڅيړل شول او دناامنيو دعواملو دله منځه وړلو او دډار اچوونکو دټکولو په موخه ددغه شان عملياتو  په دوام باندې ټينګار وشو .
دهرات والي محمد اصف  رحيمي دافغانستان دخلکو ددښمنانو په وړاندې دامنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې او اوسني امنيت اوثبات يې  ددغوځواکونو دسرښندونو زيږنده وبلل .
دغه راز  دملي پوليسو ملي اردو ، ملي امنيت اودسرحدي پوليسو جګپوړو چارواکو هم په وار سره دامنيتي او دفاعي ځواکونو وروستي برياليتوبونه او پرمختګونه جوت کړل اوډاډ  يې ورکړ چې داوسني حالت دساتنې په خاطر به هڅه او هاند وکړي .
دوى وويل چې په طرحه شويو پروګرامونو سره به د هرې ورځې په تيريدو سره په هرات کې سوله اثبات تامين  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته