کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر آخوند، د بلخ له والي حاجي محمد یوسف وفا سره وکتل.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې په بلخ کې د مالیاتو د را ټولولو پر بهیر، د حیرتان ګمرک پر وضعیت، د مستوفیت او ولایتي ادارو پر لا ښې همغږۍ او په دغه ولایت کې د لګښتونو د کنټرول په موخه د جوړې شوې کمېټې پر اهمیت خبرې شوې دي.
د مالیې وزارت سرپرست، د بلخ له والي څخه مننه کړې چې د مستوفیتونو له مسئولینو سره ښه همغږي لري او د عوایدو د راټولولو په برخه کې پوره همکاري کوي.
د بلخ والي هم ډاډ ورکړی چې په دغه ولایت کې د مالیاتو راټولولو په لاره کې به د اړوند مالیاتي ادارو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، ترڅو مالیات پر وخت او شفاف ډول راټول او ملي خزانې ته وسپارل شي.