سیاست

کاناډا په امنيتي انکشافي او تخنيکي برخو کې تر دريو کلونو پورې همکاري کوي .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس  فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود دکاناډا  له نوي سفير نيفلد سره وکتل .
  دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ  په دې کتنه کې  دکاناډا نوي سفير ددغه هېواد دصدراعظم  دپيغام او دافغانستان له حکومت سره  دخپلې اوږدمهالې ژمنې  دبيانولو په ترڅ کې په انکشافي  امنيتي  او دتخنيکي همکاريو په برخه کې  دراتلوونکو دريو کلونو لپاره  ددغه هېواد دمرستو اوداصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ  په لاره کې  دمرستو يادونه وکړه او  دافغانستان  په بيا جوړولو کې يې  دخپل هېواد  دمالي مرستو يادونه وکړه .
دجمهور رييس فوق العاده استازي دکاناډا نوې سفير ته دمبارکۍ دويلو په ترڅ کې  داصلاحاتو دعملي کولو او دافغانستان په کليو او ولايتونو کې  د منابعو د تخصيص  غوښتنه وکړه چې دخلکو دژوندانه کچه  لوړه شي  او  په ټول هېواد کې ثبات او انکشاف  عملي شي . 
  دکاناډاسفير  چې په بروکسل کنفرانس کې يې هم ګډون کړى و  څرګنده کړه چې هېواد يې له نورو  مرستندويو  هېوادونوسره  په همکارۍ کې دمترقي او باثباته افغانستان  په هيله  دى او په دې کار کې به  له افغانستان سره مرسته وکړي. 
ده دغه راز  په اصلاحي  برخو ، ښه حکومتوالۍ او دهغې  په پراخ بنسټه کولو کې  خپل تيارى  څرګند کړ او ويې ويل  چې دغه مرستې  دې بايد  دخلکو په اعتماد جوړولو ، دادارو په ظرفيت جوړولو او دهېوادوالو داړتياو  په لرې کولو کې  ولګولې شي .
په پاى کې  داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې  دجمهور رييس فوق العاده استازي  دهېواد په شمال کې دامنيتي حالت له امله دانديښنې په څرګندولو سره  دافغانستان  له امنيتي ځواکونوسره ددغه هېواد دايمي همکاري  غوښتنه وکړه  او دکاناډا او ددغه هېواد دماليې ورکوونکو  دهميشنيو همکاريو له امله يې  مننه او قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته