امنیت

دماين دچاودنې له امله يوامريکايي سرتيرى ووژل شو

کابل باختردثور دمياشتي١٨ نيټه :

په پکتيا ولايت کې پرون  په واټ کې د ښخ  کړاي شوي ماين دچاودنې له امله يو امريکايي سرتيرى ووژل شو او دوه تنه نورټپيان شول.

دپکتياولايت  داحمداباد ولسوال ځوان خان باخترآژانس ته وويل  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه  چې دبهرنيو ځواکونو دسپرلۍ موټر ددغې ولسوالۍ دحسن خيلو دسيمې په واټ کې په ښخ کړاي شوي ماين وخوت اوله امله يي  يو امريکايي سرتيرى ووژل شو او دوه تنه نوريي ټپيان شول  .

يوه اړونده خبرځاى وويل دغه ليږدونکي واسطه هم زيانمنه شوى ده  اودپيښې ټپيان په پکتياولايت کې دايساف مرکز ته ليږدول شوى دى .په پکتياکې په يوه بله ورته پيښه کې  دپوليسودرې تنه سرتيرى ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته