ورزش

جمهوررئیس غني احمد یاسین قادري په نغدي ډالۍ تقدیر کړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د هېواد د بدني ښکلا  فدراسیون ورزشکار احمد یاسین قادري چې په دې وروسیتو کې یې په مغولستان کې د بدني ښکلا  د اماتور نړیوالې سیالۍ په نهم پړاو کې لومړۍ مقام ګټلی، د نغدې ډالۍ په ورکولوتقدیر کړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې په همدې اړه په ارګ کې پرځاى شول، په پیل کې د بدني ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک له جمهوررئیس څخه د ورزشکارانو د ملاتړ له امله مننه وکړه او د هېواد د ورزشکارانو د ستونزو په طرحه کولو سره یې د هغو د حل غوښتنه وکړه.
یاسین قادري جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د دغه بریالیتوب مبارکي وویله او زیاته یې کړه : ستاسې ملاتړما او د هېواد  ټولو ورزشکارانو ته د بریالیتوب زمینه برابره کړه.
جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته یاسین قادري ته په خطاب کې وویل: له تاسو او ستاسو له کورنۍ مننه کوم چې د سیمې او نړۍ په کچه مو هېواد ته عزت او لوی ویاړ وګاټه.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: موږ د هېواد ورزش ته توجه لرو او ملاتړ یې کوو او راتلونکې اوونۍ د هېواد ورزش ته د لا زیاتې پاملرنې په خاطر اساسي برنامې پیلېږي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: يه څو وروسیتو میاشتو کې د هېواد ورزشي ټولنې د قدر وړ ویاړنې ګټلې دي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: زموږ ورزشکاران د ورزش په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان بیرغ په رپولو سره د افغانستان نوی انځور وړاندې کوي چې دغه هېواد له بد حالت څخه ښه وضعیت ته رسېدلی او کولای شي ویاړونه ترلاسه او د پرمختګ شاهد وي.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته