سیاست

دافغانستان او تاجکستان دبهرنيو چارو وزيرانو په مسکو کې وکتل

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١٦ :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دتاجکستان  دبهرنيو چارو له وزير سراج الدين  اصلوف سره  په مسکو کې  دشانګهاى دهمکاريو دسازمان دجګپوړو مقاماتو د کنفرانس  ترڅنګ وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو رياست  باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په پيل کې دتاجکستان دبهرنيو چارو وزير ددواړو هېوادونو دګډې ژبې ، ارزښتونو ، تاريخ اوفرهنګ په يادونې سره  څرګنده کړه  لکه څنګه  چې  تاجکستان له افغانستان سره  ډيره اوږده پوله لري   او دغه دواړه هېوادونه ښې  دوستانه اړيکې لري ، دواړه هېوادونه  ديوبل په مصيبتونو اوسوکالۍ کې شريک دي . لکه څنګه  چې له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه په استفادې سره    ګټورې دوه اړخېزې همکارۍ لري اودهغو دپراختيا په لاره کې مو  هلې ځلې کړې دي  په سيمه کې دنويو رامنځته شويو امنيتي ګواښونو له امله دګډو انديښنو په زياتوالي سره ، دې ته اړتيا ده  چې ددواړو هېوادونو  دامنيتي بنسټونو ترمنځ اوسنۍ  همکاري هم زياتې شي .
وروسته  دافغانستان دبهرنيو چارو وزير   له نويو رامنځته شويو امنيتي ګواښونو سره دګاونډيو او دسيمې دهېوادونو په ګډې مبارزې  باندې دضرورت په تائيدولوسره زياته کړه  زياتره هغه ډلې چې افغان  امنيتي او دفاعي ځواکونه له هغو سره په جګړه کې قرباني ورکوي ، سيمه ييز او نړيوال هدفونه او مقصدونه لري . له دې امله  دټولو هېوادونو  ګټې او مسووليتونه ددې غوښتنه کوي چې  له تروريزم سره  دګډې او همغږې مبارزې لپاره قوي اراده ولري .
په دې کتنه کې دواړو لورو  ددواړو  هېوادونو اود سيمې دحالاتو  ، دترانزيت دسوداګرۍ  اوداتصال  په برخو کې  دهمکاريو ، له ګډو  ګواښونو سره  دمبارزې لپاره  دګډو هڅو او دافغانستان دحکومت دسولې دهڅو په باب  خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته