امنیت

دحقاني دشبکې دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٠
دحقاني دشبکې دجنګي وسايلو يوه ډيپو په پکتيکا ولايت کې کشف شوه دغه ډيپو دګوملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو په يوه پتنځي کې دملي امنيت دمامورينو له خوا کشف شوې ده.
دپکتيکا ولايت دملي امنيت ادارې ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دحقاني شبکې له دغه ډيپو څخه په خپلو ترورستي بريدونو کې استفاده کوله.
په دغه ډيپو کې دماينونو په ګډون په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
دامعلومه نه ده چې ددغې ډيپو په اړوند څوک نيول شوى او که څنګه؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته