ټولنه

په بدخشان ولايت کې سيلاو ځپلو خلکو ته دمرستې رسولو بهير پيل شو .

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
په بدخشان ولايت کې دوروستيو  سيلاونو زيانمنو شويو کسانو ته دمرستې رسولو بهير پيل شو .
دبدخشان ولايت  دمطبوعاتي مسوول احمد نويد فروتن دباختراژانس خبريال ته وويل چې  ديوې اندازې  خوراکي توکو او لګښتي مالونو  دويشلو بهير چې پخوا ددغه ولايت دسيمه ئيزو ادارو په زيرمو کې شتون درلود او دغه راز يوشمير موسسو  نوې مرسته کړې ده سيلاو ځپلو کسانو ته پيل شوى دى .
دبدخشان ولايت دمطبوعاتو دمسوول دڅرګندونوله مخې    دتيرې يوې اوونۍ  پرله پسې  اورښتونو  دبدخشان ولايت دشپږو تنو  اوسيدونکو دوژل کيدو سبب شول او ددغه ولايت په دولسو ولسواليو  کې خلکو ته زيات  مالي زيانونه  اوښتي دي او زيانمن شوي  کسان ددولتي او غير دولتي بنسټونو مرستې ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته