سیاست

مدني ټولنې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالو د زياتوالې له امله انديښنه څرگنده کړه

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٣ :
د مدني ټولنې د مرکزونوغړو په هيواد کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالو د زياتوالې له امله انديښنه څرگنده کړه.
په هغې خبري غونډ ه کې چې نن په کابل کي  جوړه شوه، د مدني ټولنې يوې فعالې معصومې غلامي د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالې زياتوالې، په هيوادکې دټولنې د سلامتيا، د سولې دټينګښت لپاره ډير جدي ګواښ وباله او ويې ويل: په  وروستيو مياشتو کې په غزني ولايت کې  ناخوالې پيښې سبب شوې چې څو ځوانې ميرمنې اونجونې د دغو ناخوالې قرباني شي.
معصومې غلامي څرگنده کړه: د ناخوالو پيښو لمن چې ښځې پکې قربانې کيږي؛
په غزني ولايت پورې محدودې نه دي، بلکې په ټول هيواد کې دغه  حالت دټولنې او دښځو د زيان منوونکي قشر لمنه نيولې ده.
دې وويل: د مدني ټولنې او د بشر د حقوقو فعالان د دغه شان حالت له خپله زياته انديښنه څرگندوي او دښځو د ستونزو د لرې کولو په لاره کې د افغانستان دحکومت ، پارلمان، د بشردحقوقو د خپلواک کميسيون،  دمسوولينو اودنړيوالې ټولنې دجدي پاملرنې غوښتنه  کوي.
وروسته په پارلمان کې د استازو د مجلس غړې حميدې ګلستاني هم خبرې وکړې او د يوشمير  نجونو اوښځو يادونه يې وکړه چې په هېواد کې د تاوتريخوالې  قرباني  پاتې شوې دي .
حميدې ګلستاني هم دښځو اونجونو پرخلاف د تاوتريخوالې د مخنيوي او هغوى ته دبشردحقوقو د اعاده کولو په لاره کې د اړوندو دولتي مسوولينو دعملي اوجدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته