امنیت

د ماين دچاودنې له امله يوتن ووژل شو

کابل-باختر د زمري دمياشتې ٣:
وسله والوطالبانو په نورستان ولايت کې د ماين په ايښودلو سره يوملکي وګړى وواژه.
دغه پيښه پرون ماښام د کامديش ولسوالۍ په ګڼ ميشته لاره کې هغه وخت وشوه چې ملکي وګړي له سيمې څخه تيريدل.
د نورستان د امينې قوماندانۍ د امنيت آمرفاروق باخترآژانس ته وويل: په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
وژل شوى د سيمې له کارګرانو څخه و او ټپي شوى د کامديش ولسوالۍ په يوه ديني مدرسه کې په زده کړې بوخت و.
په همدې حال کې د نورستان د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د ټپي حالت خراب بللى دى.
دکامديش ولسوالۍ له پاکستان سره د ګډې پولې په لرلوسره تل د تروريستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته