سیاست

امريکا امنيتي تړون دافغانستان له راتلوونکي جمهور رييس سره لاسليک کوي.

واشنګتننړيوالې خبري منبع باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کرى ددغه هيواد له   (A B C)  ټلويزيون  سره په مرکه کې وويل : حتمي نه ده چې دکابل او واشنګتن ترمنځ امنيتي موافقه ليک دې  د  روان ميلادي کال ترپايه پورې  لاسليک شي .
سره  له  دې چې جان کري د دغې مسلې په باب ټينګار وکړ  چې امريکا  ډير  ژر ددغه تړون  د لاسليک کولو غوښتنه کوي خو د لومړي ځل لپاره يې دافغانستان دجمهوري رياست انتخاباتو له ترسره کولو وروسته د هغه د لاسليک کولو د امکان په باب خبرې وکړې.
امريکايي مقامات په دې سبب  ددغه تړون د ډير ژر لاسليک کولو غوښتنه کوي چې له ٢٠١٤ کال  وروسته په افغانستان کې دخپلو پوځونو شتون قانوني کړي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير وويل ،  که چيرې امريکايي پوځيان په افغانستان کې نه وي ، ښايي افغان پوځيان له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
جان کري زياته کړه  ډاډمن  دى چې له جمهور رييس حامد کرزي اويا دافغانستان نن له راتلوونکي جمهور رييس سره به دغه سند لاسليک کړي خو ويې ويل د ده په نظر حامد کرزي  بايد دا کار  وکړي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير داهم په ډاګه کړه چې ده په مستقيم ډول نه بلکې دافغانستان دکابينې ديوه وزير په واسطه دافغانستان له جمهور رييس سره خبرې کړي دي .
جان کري يوځل بيا  د دغه تړون دلاسليک کولو لپاره دبيړې  دلايل په ډاګه کړل او ويې ويل چې امريکا او انډيوالان يې له افغانستان څخه دخپلو پوځيانو دايستلو
د پلان لپاره  وخت  ته اړتيا لري.
جان کري وويل  دى دافغانستان برياليتوب غواړي او برياليتوب ديو داسې اردو دجوړولو مانا  لري چې په خپلو پښو ولاړ   وي او دخلکو امنيت تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته